د تاتارستان جمهوريت د لومړي وزير مرستیال اولیګ کوروبچینکو د ټرانسپورټ او هوايي چلند له سرپرست وزير ملا حميدالله اخوندزاده سره په لیدنه کې ویلي، چې د افغانستان او تاتارستان ترمنځ به مستقیمې الوتنې پيل شي. نوموړي ټینګار کړی چې هېواد یې له افغانستان سره همکارۍ ته چمتو دی. په دې ناسته کې د افغانستان او تاتارستان ترمنځ د ټرانسپورټي او لوژستیکي اړیکو د رامنځته کولو او پراخولو، د کوماز ډوله وسایطو لپاره د یو معیاري ورکشاپ د پرانیستلو، د سوداګریزو توکو د لېږد زیاتوالي او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه خبرې شوې دي. اخوندزاده ویلي، د تاتارستان پانګه وال کولی شي په افغانستان کې د ټرانسپورټ او لوژستیکي تاسیساتو په برخه کې پانګونه وکړي او دا زمینه ورته په ښه ډول برابره ده.




































