د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان ویلي، چې په افغانستان کې يې له ۳ زرو څخه ډېرو کورنیو ته د مچیو د ساتنې وسایل، تجهیزات او د مچیو د ساتنې روزنه چمتو کړې ده. دغه سازمان یادونه کړې چې د شاتو اوږد عمر دا د کورنیو، په ځانګړې توګه د کلیوالو مېرمنو لپاره د عاید یوه ارزښتناکه اضافي سرچینه ګرځوي. د خوړو او کرنې سازمان مخکې خبرداری ورکړی و چې افغانستان د وچکالۍ له سخت بحران سره مخ دی. د ملګرو ملتونو د دفتر په وینا، اقلیمي شرایطو د هېواد په نیمایي ولایتونو کې د کرنې او څارویو فعالیتونه ګډوډ کړي دي. د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان وايي چې شمالي، شمال لویدیځ او شمال ختیځ سیمې د اقلیم د بدلون له امله تر ټولو ډیر ځپل شوي دي.




































