د افغانستان برېښنا شرکت ريیس عبدالباري عمر وايي، افغانستان چې شاوخوا ۸۰ سلنه برېښنا له بهرنیو هېوادونو واردوي، سږني اوړي کې له تاجکستانه د واردېدونکې برېښنا اندازه کمه شوې ده. د هغه په وینا، تېر کال د دوبي په موسم کې له تاجکستانه ۴۰۰ میګاواټه برېښنا واردېده، خو سږ کال دا شمېر ۳۱۰ تر ۳۲۰ میګاواټو ته راټیټ شوی دی. د هغه په خبره، د برېښنا کمښت جبرانولو لپاره په کور دننه د حرارتي برېښنا تولید زیات شوی، خو لګښت یې ډېر لوړ دی. د هغه په خبره، د برېښنا کمښت جبرانولو لپاره فعاله شوې حرارتي دستګاوې په ۱۲ ساعته ورځني کار کې له ۲۰۰ تر ۲۵۰ زره لیټره ډیزل تېل مصرفوي چې د برېښنا شرکت لپاره د دغې برېښنا هر کیلو واټ په ۳۵ افغانۍ پرېوځي.




































