د افغانستان له ۱۹ کلنو د کم عمره ځوانانو لوبډلې اسيايي جام سياليو کې خپله لومړۍ لوبه، د متحده عربي اماراتو پر وړاندې تر سره کړه. افغان لوبغاړو لومړی پچه وګټله، خو سیالې لوبډلې ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه. د امارتو لوبډلې په ۴۳،۵ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل چې په پایله کې یې ۱۳۹ منډې وکړې. دا سیالۍ د اسیا کپ اتلولۍ لپاره په بنګلدېش کې روانې دي. په نننۍ لوبه کې قیس او عضمت الله عمرزی دواړه ښه وځلېدل. قیس د بالینګ په برخه کې پنځه ویکټې واخیستې او دغه راز عضمت بیا په بیټینګ کې خپل نوم ښاد کړ او ۵۰ مڼډې یې جوړې کړې، چې په پایله کې یې افغان لوبډله وتوانېده اماراتو ته سخته ماته ورکړي.



































