د پنجشېر د والي ویاند سیفالدین لټون ویلي، چې یو شمېر دیني عالمان او سوداګر له قطر، سعودي عربستان، ترکیې، بحرین، عراق، عمان، مالیزیا، فلسطین، سوریې او هندوستان څخه پنجشېر ته ورغلي دي. د لټون په خبره د دوی د سفر موخه د سوداګرۍ پراختیا او په بېلابېلو برخو کې د پانګونې فرصتونو برابرول دي. هغه د والي له قوله زیاتوي، چې د پنجشېر د خلکو اقتصادي وضعیت کمزوری دی او دوی د پوهنې، روغتیا، کرنې او کانونو په برخو کې د بنسټیزو پروژو د پلي کېدو هیله لري.




































