شنبه, سپتمبر 12, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    اېګلنډ افغانستان کې د بهرنیو سفارتونو د بېرته پرانیستلو غوښتنه کړې

    تخاري: د افغان طبي محصلینو د ستونزو حل لپاره هڅې کوو

    افغان پلاوي د چین نړۍواله امنیتي غونډه کې ګډون کړی

    پاکستان: کاسا ۱۰۰۰ پروژه به د افغانستان او سیمې هېوادونو په همکارۍ بشپړه شي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    اېګلنډ افغانستان کې د بهرنیو سفارتونو د بېرته پرانیستلو غوښتنه کړې

    تخاري: د افغان طبي محصلینو د ستونزو حل لپاره هڅې کوو

    افغان پلاوي د چین نړۍواله امنیتي غونډه کې ګډون کړی

    پاکستان: کاسا ۱۰۰۰ پروژه به د افغانستان او سیمې هېوادونو په همکارۍ بشپړه شي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه نړیوال خبرونه

د چین د چاپېريال ساتنې مفکوره د نړیوال زرغون پرمختګ لپاره ځيرکتيا برابروي

لیکواله: غاټول؛ د سي چي ټي ان پښتو خبریاله

اگست 18, 2025
in نړیوال خبرونه
0 0

روان کال د چین د دولت رئيس شي جين پینګ د هغې مفکورې د وړاندې کولو له شلمې کاليزې سره برابر دی چې له مخې يې پاکې اوبه او زرغون غرونه د سرو او سپينو زرو په څېر ارزښتناک بلل شوي دي.چين په تېرو شلو کالونو کې د همدې مفکورې په رڼا کې داسې لاره خپله کړې، چې له مخې يې د چاپېريال ساتنې ترڅنګ د بېلا بېلو سیمو اقتصاد يې هم پرمختګ موندلی دی.د چين د سي جي ټي اېن خبريالې د افغانستان د چاپېريال ساتنې د ملي ادارې له چارواکي ذبيح الله صاحب سره مرکه کړې ده.

نوموړي ويلي، د چين مفکورې ( پاکې اوبه او زرغون غرونه د سرو او سپینو زرو کانونه دي) د نړیوال زرغون پرمختګ لپاره ځيرکتيا برابره کړې او په خبره یې، دغه مفکوره نه يوازې د نړيوال زرغون پرمختګ لپاره يو ژور پيغام لري، بلکې د چینایي ځیرکتیا، اوږدمهاله لید او مسؤلانه پرمختیایي تفکر څرګندونه هم کوي. په دغې مفکورې کې، چې شاوخوا شل کاله وړاندې د چین د دولت رئيس شي جين پينګ له خوا وړاندې شوې، د چاپېریال ساتنې او اقتصادي ودې ترمنځ توازن ته عملي بڼه ورکړل شوې ده. دا نظریه د دې پر ځای چې طبیعي سرچینې د چټکې اقتصادي ودې قرباني شي، برعکس، دا یې یوه پانګه وګڼله، داسې پانګه، که په دقت سره اداره شي، د دوامدارو عایداتو سرچینه کېدلی شي. په ټوله کې، دا مفکوره د چین د ستراتېژیک تفکر، دقیق پلان او اوږدمهاله لید څرګندونه کوي. دا یوازې یو شعار نه دی، بلکې دا د عمل یوه نقشه هم ده، چې چین يې له مخې خپل طبیعت وساته او هم يې خپل اقتصاد ته نوې ساه ورکړه. نو بې له شکه، دا د نړيوال زرغون پرمختګ لپاره یو غوره او الهام بښونکی نوښت دی.

د دې مفکور په غوره کېدو سره، له ۲۰۱۲م کال راهيسې چین د انرژۍ د مصرف کلنی پرمختيايي انډول يوازې په سلو کې درې اعشاريه درې دی، خو اقتصادي پرمختیايي انډول يې په سلو کې له شپږ اعشاريه يو څخه اوښتی دی. چين د بيا کارونکې انرژۍ تر ټولو لوی سيستم جوړ کړی او پرمختیایي سرعت يې ډېر چټک دی. د دې ترڅنګ چين د اقتصاد او ټولنې د هر اړخیز زرغون پرمختخګ لپاره هم ډېرې هڅې کړې دي. د بېلګې په توګه، د چين حکومت په شمالي سيمو کې د صحرا د مخنيوي او د هېواد په جنوب کې د زرغون پرمختګ د مفکورې په غوره کولو سره د کليوالو سيمو د هر اړخیزې سمسورتيا د پرمخبېولو لپاره ډېرې هلې ځلې کړي او په دې برخه کې ډېرې لاسته راوړنې لري.ښاغلي ذبيح الله د چين د يادو لاسته راوړنو په اړه وايي، ((د چين تر ټولو د پام وړ پرمختګونو څخه، يو يې د انرژۍ د مصرف او اقتصادي ودې تر منځ انډول دی. د چين د انرژۍ د مصرف کلنی زیاتوالی یوازې ۳.۳٪ دی، خو اقتصادي وده یې بیا تر ۶.۱٪ اوښتې او دا د دې ښکارندویي کوي، چې د چين اقتصادي وده د سرچینو د بېځایه مصرف پر ځای، د ښه مدیریت، نوښت، او پایدارو حللارو پر بنسټ ولاړه ده. چین نه یوازې د نړۍ تر ټولو ستر د بیا کارېدونکې انرژۍ سیستم جوړ کړی، بلکې د چاپېریال ساتنې او سیمه‌ییز پرمختګ ترمنځ یې عملي توازن هم رامنځته کړی دی. د صحرا د مخنیوي لپاره یې په شمالي برخو کې زرغون کمربندونه جوړ کړي او د جنوبي برخې په کلیوالي سیمو کې یې د زرغون اقتصاد له لارې د خلکو ژوند ته مثبته بڼه ورکړې ده. دا لاسته راوړنې دا ثابتوي چې زرغون پرمختګ یو انتخاب نه، بلکې یوه اړینه او عملي لاره ده. چین نړۍ ته دا پیغام ورکړی چې د غوره او ځیرک پلان، ستر لید او ملي عزم په شتون کې، پرمختګ او طبیعت دواړه ګټونکي کېدلی شي. نو په ټوله کې زه د چین دا لاسته راوړنې یو متوازن، ځیرک او د نړۍ لپاره الهام بښونکی ماډل بولم.  چین دا ثابته کړې چې زرغون پرمختګ شونی دی، که چېرې د ملي پالیسیو، سیمه‌ییزو اقداماتو، او نړیوال مسؤلیت پر بنسټ طرحه شي، نو دا کولی شي د اقتصاد، ټولنې او طبیعت تر منځ یو سالم توازن رامنځته کړي.))

افغانستان دا مهال د چاپېریال ساتنې په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ دی. د اوبو د سرچینو کمښت، د هوا او خاورې ککړتیا، د کرنیزو حاصلاتو کمښت، سیلابونه، د بېوزلۍ او مهاجرت زیاتوالی، د ځنګلونو وهل، د څړځایونو تخریب او د کان کیندنې ناسم فعالیتونه او په دغه برخه کې د مدیریت نشتوالی هغه عوامل دي چې نه یوازې طبیعت ته زیان رسوي، بلکې د خلکو پر ژوند، اقتصاد او روغتیا هم مستقیم اغېز لري. خو له دغو ننګونو سره سره بیا هم فرصت شته دی.

د ذبیح الله په اند، افغانستان کولی شي د چین د زرغون پرمختګ له تجربو څخه زده‌کړه وکړي. د چین ماډل دا ښيي چې زرغون پرمختګ یوازې د شتمنو هېوادونو له مسئولیتونو نه دی، بلکې که د ارادې، ستراتېژۍ او خلکو د مشارکت پر بنسټ طرحه شي، نو هر هېواد پرې بریالی کېدلی شي. په ټوله کې ویلی شو، چې افغانستان، سره له دې چې ننګونې لري، خو پراخ زرغون ظرفیتونه لري. که افغانسنان د چین له بریالیو تجربو څخه سمه استفاده وکړي او د سیمه‌ییزو همکاریو زمینه برابره کړي، نو وبه کولای شي، چې زرغون، دوامدار او متوازن پرمختګ ته لاره پيدا کړي.

Share3Tweet2Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

اېګلنډ افغانستان کې د بهرنیو سفارتونو د بېرته پرانیستلو غوښتنه کړې

سپتمبر 12, 2026

تخاري: د افغان طبي محصلینو د ستونزو حل لپاره هڅې کوو

سپتمبر 12, 2026

افغان پلاوي د چین نړۍواله امنیتي غونډه کې ګډون کړی

سپتمبر 12, 2026

ایران: په عمان کې به د هرمز تنګي د سوداګریز ټرانسپورټي مسير په اړه بحث وشي

سپتمبر 12, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In