د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي د قرغزستان ناستې په پینل«کارپوهانو ډله» کې الکترونيکي سوداګري، لوژستیک او زیربناوې د افغانستان اقتصادي بدلون لپاره اساسي کیلي بللې ده. نوموړي ویلي، چې د دې درېیو برخو پراختیا کولی شي افغانستان د سیمې او نړۍ سره وصل کړي. عزيزي په دې ناسته کې د هېوادونو ترمنځ د همکاریو پر پراختیا او ګډو پانګونو پر اړتیا ټينګار کړی. نوموړي ويلي، دوی چمتو دي تر څو د سیمې له ټولو هېوادونو سره د یو پرانيستي، وصل شوي او غوړېدلي اقتصادي دهلیز په رامنځ ته کولو کې همکاري وکړي.




































