ټولګټو چارو وزارت وايي چې د وروستۍ یوې اونۍ په اوږدو کې د هېواد اوسپنې پتلیو له لارې ۸۷ زره او ۳۸۷ مټریک ټنه انتقالات شوي دي. د یاد وزارت ویاند محمداشرف حقشناس نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې یاده اندازه انتقالات د ۱۴۰۴ لمریز کال د زمري له ۱۷مې تر ۲۳مې نېټې پورې ترسره شوي دي. هغه زیاته کړې، له دې ډلې ۵۵ زره او ۳۹۵ ټنه انتقالات د حیرتان بندر، ۸ زره او ۱۲۰ ټنه د اقینې بندر، ۱۳ زره او ۹۰ ټنه د تورغونډۍ او ۱۱ زره او ۱۷۸ ټنه د خواف – هرات اوسپنې پټلیو له لارې شوي دي. د سرچینې د معلوماتو له مخې، له دغو انتقالاتو څخه ۱۹۷ ټنه د هېواد صادرات دي چې وچه مېوه او د انارو جوس پهکې شامل دي.




































