د افغانستان بانک ویلي، چې په بانکي سکټور کې د خلکو د امانتونو په کچه کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی. دغه بانک ویلي، چې په تېرو درېیو میاشتو کې تر ۷ میلیارده افغانیو زیات امانتونه د بانکي سکټور له لارې ثبت شوي دي. د افغانستان بانک په یوه بیان کې ویلي، د زیاتوالي دغه کچه ښیي چې د هېواد مالي او بانکي نظام په تدریجي توګه د ثبات پر لور روان دی. د بیان له مخې، د باور د کچې د زیاتېدو لامل د شفافو بانکي خدمتونو او د پیسو د راکړې ورکړې په برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کېدل دي.




































