د بامیانو ځایي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت والي د عزیزي ګروپ د دفتر رییس عزت الله نیازمند سره په یاد ولایت کې د ۸۰۰مېګاواټه برېښنا د تولید پروژې د پیل په اړه خبرې کړې دي. د مسوولینو په خبره دغه پروژه د بامیانو په سیغان او کهمرد ولسوالیو کې د سکرو له زېرمو څخه پلې کېږي. سرچینې ویلي، چې د کتنې پر مهال په افغانستان کې د «عزیزي انرژي» د پروژو د پلي کولو مسوول انجینیر کورکوت اوز ترکمن څرګنده کړه، چې د اقتصادي مرستیال د دفتر په همغږۍ او د اوبو او برېښنا، کانونو او پټرولیم وزارتونو په همکارۍ د برېښنا د تولید یوه ستره پروژه د ټولټال ۸۰۰ مېلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت په بامیان ولایت کې پلې کېږي.




































