په فاریاب ولایت کې د «قوشتیپې نندارتون» تر نامه لاندې د صنعتي محصولاتو او لاسي صنایعو دویم نندارتون پرانیستل شو. د یاد ولایت د صنعت او سوداګرۍ رییس نقیبالله حنفي وايي، چې د دې نندارتون موخه د کورنیو تولیداتو ملاتړ، د صنعتکارانو هڅونه، د اقتصادي ځان بسیا پیاوړتیا او د سوداګرو او کسبه کارانو ملاتړ دی. په دې نندارتون کې له ۵۰ ډېر غرفې د لاسي صنایعو، کورنیو تولیداتو او تولیدي شرکتونو لهخوا نندارې ته وړاندې شوي، چې درې ورځې به دوام وکړي.




































