شنبه, سپتمبر 12, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    اېګلنډ افغانستان کې د بهرنیو سفارتونو د بېرته پرانیستلو غوښتنه کړې

    تخاري: د افغان طبي محصلینو د ستونزو حل لپاره هڅې کوو

    افغان پلاوي د چین نړۍواله امنیتي غونډه کې ګډون کړی

    پاکستان: کاسا ۱۰۰۰ پروژه به د افغانستان او سیمې هېوادونو په همکارۍ بشپړه شي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    اېګلنډ افغانستان کې د بهرنیو سفارتونو د بېرته پرانیستلو غوښتنه کړې

    تخاري: د افغان طبي محصلینو د ستونزو حل لپاره هڅې کوو

    افغان پلاوي د چین نړۍواله امنیتي غونډه کې ګډون کړی

    پاکستان: کاسا ۱۰۰۰ پروژه به د افغانستان او سیمې هېوادونو په همکارۍ بشپړه شي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه نړیوال خبرونه

له تاریخه زده کړه د راتلونکې د دفاع تر ټولو غوره لار ده

اگست 26, 2025
in نړیوال خبرونه
0 0

 نن د دویمې نړیوالې جګړې د پای ته رسېدو اتیا کاله پوره شول او د چین سي جي ټي اېن په دې مناسبت یوه سروې ترسره کړې چې پایله يې ښيي چې اکثریت ګډونوال پر دې باور دي چې باید د دویمې نړیوالې جګړې لاسته راوړنې او له جګړې وروسته نړیوال نظم ساتنه وشي.

نن بشریت د دویمې نړیوالې جګړې له پای ته رسېدو اتیا کاله وروسته  یوځل بيا د دوه لارې پر سر ولاړ دی او باید خپل لوری انتخاب کړي.

نو لازمه څه ده چې آیا بشر يووالی که بېلتون انتخاب کړي؟ خبرې که تقابل؟ ګټې- ګټې همکاري که صفرجمع لوبې؟ د لوري انتخاب ډېر مهم دی.

د چين ميډيا ګروپ سي جي ټي اېن د نړۍ د ۴۰ هېوادونو د ۱۱۹۱۳ کسانو نظرونه اخیستي او نتيجه يې ښيي، چې دوی ټول پر دې نظر دي چې د دويمې نړيوالې جګړې د لاسته راوړنو او له جګړې وروسته د نړيوال نظم ساتنه د نړيوالو ګډه هيله ده او نړيوال پدې اند دي، چې هرڅوک چې د ملګرو ملتونو پر محوریت نړيوال سیستم، د نړيوالو قوانينو پربنسټ نړيوال نظم او د ملګرو ملتونو د منشور او اصولو پربنسټ د نړيوالو اړيکو مقررات کمزوري کوي باید په قاطعانه ډول يې مخه ونيول شي.

د نظرسنجي پرمهال ٪۶۲،۱ ګډونوالو له دې نظر سره موافقه کړې، چې د دويمې نړيوالې جګړې د لاسته راوړنو ساتنه له جګړې وروسته د نړیوال نظم د ساتلو لپاره مهم بنسټ دی. د يادونې ده چې دغه نظر سنجي په ۴۰ هېوادونو کې تر سره شوې  چې له دې جملې څخه د ۳۹ هېوادونو زياتره ګډونوال ځانونه له ياد نظر سره موافق ښيي. ٪ ۶۷.۹ ګډونوال پدې نظر دي، چې د ملګرو ملتونو پر محوریت نړيوال سیسټم له جګړې وروسته د نړيوال نظم جوهر دی، د یادو ټولو ۴۰ هېوادونو زیاتره ګډونوال له دغه نظر سره پوره موافق دي. له يادو دواړو نظرونو سره د جي ۷ هېوادونو له ٪ ۵۲.۵ او ٪ ۶۲.۸ ګډونوالو توافق ښو دلی دی.

په اوسنۍ نړۍ کې د سولې، پرمختګ، خونديتوب او د نړۍ د نظم پروړاندې ننګونې مخ په زياتېدو دي، ٪ ۵۸ ګډونوال پدې اند دي، چې له جګړې وروسته نړيوال نظم د خرابېدو په حال کې دی، ٪ ۵۸.۹ ګډونوال بيا په ډاګه امریکا له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د نړيوال نظم او همدارنګه د اوسني نړیوال نظم او نړیوال اداري سیسټم اصلي خرابوونکې ګڼي.

له دغو ګډونوالو څخه ٪ ۶۴.۸ ګډونوال دا نظر لري، چې د امريکا د سوداګرۍ حمایت غوښتنې سياست د نړیوالې ازادې سوداګرۍ سیسټم ته زيانونه رسوي، ٪ ۶۵.۵ ګډونوال بيا پدې اند دي چې پر تخنيکونو د امريکا بندیزونه  د ساينس او ټکنالوژۍ د مستعدو کسانو پر ازاد تګ راتګ منفي اغېزې کوي، دغه راز ٪ ۶۷.۹  ګډونوال پدې نظر دي، چې له نړيوالو تړونونو څخه د امريکا وتل، نړيوالې همکارۍ او څواړخيز بهیر له خنډونو سره مخ کړی دی. ٪ ۶۷ ګډونوال پدې نظر دي، چې امریکا د ملګرو متلونو د امنيت شورا یو دايمي غړی هېواد دی، خو د د غړيتوب فیس يې پر وخت نه دی ادا کړی او د فلسطين او اسرائيلو په مسئله کې يې د اړوندو لايحو د ويټو يا ردولو له حقه ناوړه استفاده کړې او د ملګرو ملتونو صلاحيت يې کمزور کړی دی.

په دې نظر سنجۍ کې د پرمختيايي هېوادونو لکه د اندونيزيا، کينيا، روسيې، ماليزيا، مکسيکو، سربیا، تنزانيا، ټايلنډ او ترکيې ګډونوالو د امريکا لخوا د نړيوال نظم د خرابېدو له امله ډېره ناخوښي څرګنده کړې، د ناخوښۍ کچه يې له ۷۰٪زياتوالی ښيي. د جي۷ هېوادونو کې د ايټاليا ګډونوالو تر ټولو له امريکا څخه ډېره ناخوښي څرګنده کړې او ٪ ۷۲.۷ ګډونوال يې پدې نظر دي، چې امريکا نړيوالې همکارۍ او څواړخيز بهیر له خنډونو سره مخ کړی دی، ٪ ۶۹.۷ ګډونوالو پر امریکا نيوکې کړې، چې د ساينس او ټکنالوژۍ د کارپوهانو د تګ راتګ مخه يې نيولې ده. په بريټانيا او فرانسه کې بيا ٪ ۶۸.۳ ګډونوال دا نظر لري چې امریکا نړيوالې همکارۍ او څواړخيز بهیر له خنډونو سره مخ کړی دی. په کاناډا کې بيا ٪ ۶۵.۷ ګډونوال د امريکا د سوداګرۍ د حمایت غوښتنې له سياست سره مخالفت څرګندوي.

تاریخ او واقعيتونو دا ثابته کړې، چې نړيوالې ننګونې باید د ګډو مشورو، ګډې ابادۍ او مشارکت د مفکورې له مخې لرې شي او نړيوال باید پر تقابل، انسلاک او صفر جمع لوبو نه، بلکې پر خبرو، ملګرتیا او ګټې- ګټې همکارۍ ټينګار ولري، رښتينی څواړخيزم دې عملي کړي، د بېلابېلو خواوو پر معقولو غوښتنو دې  غور وکړي او نړيوال قانون او نظم دې وساتي. په نظرسنجي کې ٪ ۴۶،۵ ګډونوال پدې نظر دي، چې نوي مخ پر وده هېوادونه به له جګړې وروسته د نړيوال نظم په ساتلو کې مثبت رول ولوبوي او دغه نظر په کينيا، تنزانيا،مصر، هند، اندونيزيا، ټايلنډ، عربي متحده اماراتو، مکسيکو او داسې نورو مخ پر ودو هېوادونو او دغه راز هسپانيا او جنوبي کوريا په ګډون په ۲۶ هېوادونو کې د ډېرو خلکو لخوا منل شوی، چې په ټولو هغو هېوادونو کې چې نظر سنجي پکې ترسره شوې د منلو اندازه ٪ ۶۵ برخه نيسي.

دغه نظرسنجی د چين ميډيا ګروپ د سي جي ټي اېڼ او د چين پيپلس پوهنتون لخوا په ګډه ترتیب او د نوې زمانې د نړيوال کمونيکېشن انسټيټيوټ لخوا د نړۍ د ۴۰ هېوادونو ۱۱۹۱۳ کسانو برخه پکې اخیستې ده. په دغو ۴۰ هېوادونو کې د نړۍ لوي پرمختللي هېوادونه او د سراسري جنوبي نړۍ هېوادونه شامل دي او ګډونوال يې له ۱۸ کلنۍ پورته عام خلک دي، چې د نظرسنجيو له نفوسي او جنسیتي معيارونو سره برابر دي.

Share1Tweet1Share

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

اېګلنډ افغانستان کې د بهرنیو سفارتونو د بېرته پرانیستلو غوښتنه کړې

سپتمبر 12, 2026

تخاري: د افغان طبي محصلینو د ستونزو حل لپاره هڅې کوو

سپتمبر 12, 2026

افغان پلاوي د چین نړۍواله امنیتي غونډه کې ګډون کړی

سپتمبر 12, 2026

ایران: په عمان کې به د هرمز تنګي د سوداګریز ټرانسپورټي مسير په اړه بحث وشي

سپتمبر 12, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In