د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزی د قطر له سفیر سعید بن مبارک الخیارین سره کتلي دي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، چې په دې کتنه کې د افغانستان او قطر تر منځ د سوداګریزو اړیکو پراختیا، د متقابلو پانګونو د زیاتوالي او د اوږدمهاله اقتصادي همکاریو په اړه خبرې شوې دي. دواړو لورو پر دې ټینګار کړی چې قطر کولی شي په بېلابېلو برخو کې د پانګونې له لارې د افغانستان اقتصاد د ودې او ثبات لپاره مهم رول ولوبوي، په ځانګړي ډول د انرژۍ، کانونو، کرنې او ترانسپورټ برخې د قطر د احتمالي پانګونو لپاره مهمې بلل شوي دي. د قطر سفیر،په دې لیدنه کې د سوداګرۍ وزیر ته د دوحې د سفر بلنه هم ورکړې، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو د پراخولو لپاره نورې خبرې هم په مستقیم ډول ترسره شي.




































