د ۲۰۲۵م کال د چين د لویو ډېټاګانو صنعت نړيوال نندارتون د اګست په ۲۹ مه د دغه هېواد د ګوی جو ولایت په ګوی يانګ ښار کې پرانيستل شو.
دغه نندارتون د ډېټاګانو پر زېربناوو، نړيوالو ډېټاګانو او د بېلابېلو سکټورونو د ډېټاګانو پر معياري کېدو تمرکز کوي او د تخنيکونو يو لړ سندونه او د اړوندو څېړنو لاسته راوړنې پکې خپرې شوې دي.
په يادو خپرو شوو سندونو او لاسته راوړنو کې د رسنيزو ډېټاګانو د معياري کېدو څېړنيز راپور شامل دی، چې د چين مېډيا ګروپ او د رسنيو په اړه د شاوخوا ۳۰ څېړنيزو ارګانونو لخوا په ګډه جوړ شوی دی.




































