د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، چې د ۷۰۰ زره ډالرو په ارزښت ۱۰۰ ټنه وچ انځر هند ته صادر شول. د یاد ریاست ویاند محمد حنیف حقمل ویلي، دغه صادرات د ایران له لارې ترسره شوي. د کندهار بڼوال د صادراتو په اړه خوښي ښيي او زیاتوي، چې دا کار د بزګرانو اقتصادي ثبات او د بڼوالۍ د ترویج لپاره مهم ګام دی. د یادونې وړ ده، چې دوه اونۍ وړاندې هم له کندهاره متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان ته ۱۰۰ ټنه وچ انځر صادر شوي وو. د کندهار د کرنې ریاست، د سوداګرۍ خونه او سوداګر په ګډه هڅه کوي چې نږدې راتلونکې کې د هند او عربي هېوادونو ترڅنګ، اروپایي هېوادونو ته هم د انځرو صادرات پیل کړي.




































