د شانګهای همکارۍ سازمان د اګست په ۳۱مه نېټه له خپل تاسیس راهیسې تر ټولو لویه سرمشریزه ترسره کوي. د سیمه ییزې همکارۍ دا سازمان، چې په نړۍ کې ترټولو لوی نفوس او لویه سیمه په برکې لري، په چټکۍ سره په نړیوالې حکومتدارۍ کې یو مهم ځواک ګرځېدلی دی.
سي جي ټې اېن په دې وروستیو کې د ۳۸ هیوادونو په ۸۸۷۳ کسانو کې نظر سنجي ترسره کړې او نتیجه يې ښيي چې ځواب ویونکو د شانګهای همکارۍ سازمان د عملي همکارۍ لاسته راوړنو او د چین د سترو ونډو په اړه مثبت غبرګون ښودلی او په دې باور دي چې “شانګهای روحیه” په پراخه کچه پیژندل شوې ده.
چین په تېر کال کې د شانګهای همکارۍ سازمان د نوبتي رئیسه هېواد په توګه په پر له پسې توګه د دې سازمان په مختلفو ساحو کې عملي همکارۍ ژورې کړې، او ګټورې پایلې یې ترلاسه کړې دي. د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هیوادونو هغو خلکو چې په نظر سنجۍ کې يې برخه اخیستې، د دې کار يې ډېره ستاینه کړې ده.
۹۱.۷٪ ځواب ویونکو د خپلو غړو هیوادونو په اقتصادي پرمختګ باندې د شانګهای همکارۍ سازمان مثبت اغیز تائید کړی، د ۸۹.۲٪ ځواب ویونکو په اند، د شانګهای همکارۍ سازمان تر چوکاټ لاندې ترسره شوې د همکاریزو پروژو لړۍ د سیمه يیزو بنسټیزو تاسیساتو د ابادۍ له پرمختګ او پیوستون سره مرسته کړې ده، ۸۳.۷٪ ځواب ویونکي په دې اند دي چې د شانګهای د همکارۍ سازمان لخوا هڅې د لوېدیځو هېوادونو پر اقتصادي سیسټم باندې د سیمه يیزو هېوادونو د تکیې د کمولو لپاره ګټورې دي، ۸۳.۷٪ ځواب ویونکو د سیمه يیز امنیت په ساتلو کې د شانګهای همکارۍ سازمان د مثبت رول ستاینه کړې، ؛ ۷۸.۷٪ ځواب ویونکو له ترهګرۍ، افراطیت او بېلتون غوښتنې سره د مبارزې په برخه کې د شانګهای د همکارۍ سازمان هڅې تائید کړې دي، او ۷۹.۶٪ ځواب ویونکو د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هیوادونو د ګډو هڅو ستاینه کړې او پدې ان دي چې دغه سازمان د ترهګرو لخوا د پانګو راټولولو، د نشه یي توکو د قاچاق او آنلاین افراطي نظرونو له خپرېدو سره مبارزه کې لاسته راوړنې لري.
چین د شانګهای همکارۍ سازمان د بنسټ ایښودونکي غړي په توګه په دوامداره توګه د دې سازمان د لارښوونې او پرمختګ لپاره خدمتونه کړي دي. په سروې کې، د شانګهای همکارۍ سازمان له غړو هېوادونو څخه ۹۱.۴٪ ځواب ویونکو د سیمه يیز امنیت په ساتلو او د سیمه يیز اقتصادي پرمختګ په هڅولو کې د دې سازمان د غړو هېوادونو ترمنځ د عملي همکارۍ په وده کې د چین رول مثبت او ګټور بللې دي.
۷۵.۱٪ ځواب ویونکو د شانګهای همکارۍ سازمان په پرمختګ کې د چین د اوږدمهاله لارښوونکی او هڅونکی رول ستایلی دی او د شانګهای همکارۍ سازمان له غړو هېوادونو څخه د ځواب ویونکو د پېژندنې کچه تر ۸۵.۲٪ پورې لوړه وه.
سربیره پردې، په ټوله نړۍ کې ۷۳.۵٪ ځواب ویونکي په دې باور دي چې د شانګهای د همکارۍ سازمان نړیوال نفوذ په چټکۍ سره لوړ شوی او ۷۶.۹٪ ځواب ویونکي په دې باور دي چې د شانګهای همکارۍ سازمان نړیواله ټولنه د څو قطبي کېدو په لور هڅوي. ۸۳٪ ځواب ویونکي هیله لري چې د دوی هېوادونه به د شانګهای همکارۍ سازمان له لارې له نورو پرمختیايي هېوادونو سره اقتصادي همکاري پیاوړې کړي.



































