د چين او عربي هېوادونو اووم نندارتون د اګست له ۲۸ مې تر ۳۱ مې پورې د چين د نينګشيا سيمې په اينچوان ښار کې ترسره شو. د عربي متحده اماراتو سوداګرو چيني رسنيو ته ويلي، چې د عربي متحده اماراتو او چين ترمنځ اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ ستر ظرفيت لري او دغه نندارتون د دوه اړخيزو اقتصادي او سوداګريزو همکاريو د ژورولو لپاره مهم پلاټفورم ګرځېدلی او اوسنۍ همکارۍ به يې لا لوړې سويې ته ورسوي.
د دوبۍ د سوداګرۍ ټولنې رئيس ويلي، چين د عربي متحده اماراتو له ډېرو مهمو اقتصادي او سوداګريزو شريکانو څخه دی. د روان کال تر لومړۍ نيمايي پورې تر ۶۰۰۰ زياتو چيني تصديو د دوبۍ د سوداګريزې ټولنې د غړو په توګه نومونه ثبت کړي دي.
ده زیاته کړې چې يوازې د روان کال په لومړۍ نيمايي کې ۷۷۲ چيني تصدۍ د دې ټولنې غړي شوي دي او دا وضعيت د دې ښکارندويي کوي، چې چيني او عربي تصدۍ د ګډو همکاريو نيت لري او زياتې چيني تصدۍ دوبۍ په سيمه کې د خپل مرکز په توګه انتخابوي. د ښارجه اسلامي بانک د پانګونې څانګې مسئول علي امین وايي، د چين او عربي هېوادونو اووم نندارتون نه يوازې د دواړو خواوو د تصديو د همکارۍ نيت څرګند کړی، بلکې د دواړو خواوو ترمنځ د همکاريو د پراختيا ښودنه يې کړې ده.




































