د جاپان د تېري پرضد د چينايانو د مقاومت جګړې او د فاشيزم ضد نړيوالې جګړې د بريا د ۸۰ مې کليزې په وياړ نړيوال سمينار د اګست د ۳۰ مې نېټې په ماسپښین د چين په پلازمېنه بېجينګ کې ترسره شو.
په دې سمینار کې د نړيوال کمونيکېشن او یو شمېر نورو برخو چيني او بهرنيو کارپوهانو، د دولتي رسنيو استازو او پوهنتونونو استاذانو او محصلينو په ګډون ۱۵۰ کسانو ګډون کړی و.
د شلمې پېړۍ په درېيمه او څلورمه لسیزه کې کله چې چينايان د جاپان د تېري پر وړاندې سخته مبارزه کوله، د امریکا د ژورناليست او ليکوال ايدګر سنو (Edgar Snow) په ګډون یو شمېر بهرنيانو د چين له کمونېست ګوند او خلکو سره اوږه په اوږه مبارزه وکړه او د چين د انقلاب او ابادۍ لپاره يې مثبت خدمتونه وکړل. په ياد سمينار کې د ويناوو او لکچرونو په ګډون په بېلابېلو شکلونو د ایدګر سنو او نورو بهرنيو ملګرو مهمو خدمتونو ته بيا کتنه شوې او د چين او نړۍ ترمنځ د اړيکو په اړه د معلوماتو ورکولو او د مبارزې روحيې د خپرولو په طریقو بحثونه شوي دي.




































