د چين دولت رئیس شي جين پينګ د اګست د ۳۰ مې نېټې په شپه د دغه هېواد په تيانجين ښار کې د قزاقستان له ولسمشر جومارت توکايف سره وکتل.
جومارت توکايف د جاپان د تېري پرضد د چينايانو د مقاومت جګړې او د فاشیزم ضد نړيوالې جګړې د برياليتوب د ۸۰ مې کلیزې د يادونې فعاليتونو کې د ګډون لپاره چین ته راغلی دی.
شي جين پينګ په دې کتنه کې چين او قزاقستان يو د بل د باور او تکيې وړ ستراتېژيک همکاران بللي دي.
نوموړي وړانديز وکړ، چې نړیوال وضعیت که هرڅنګه بدليږي، دواړه خواوې دې پر دوستانه ګاونډيتوب، پرانيستې او ګټې- ګټې همکارۍ او د ګډ برخليک ټولنې پر ابادۍ ټينګار ولري او د اصلي ګټو او د پاملرنې وړ موضوعاتو په برخه کې دې يو له بل څخه ټينګ ملاتړ وکړي.
ده زیاته کړ چې دواړه هېوادونه دې هراړخيزې همکارۍ ټينګې او پراخې کړي او خپلمنځي اړيکو ته دې پرله پسې نوي پرمختګونه ورکړي.
توکايف د جاپان د تېري پرضد د چينايانو د مقاومت جګړې د بريا د ۸۰ مې کليزې په پار مبارکي وويله او په وينا يې چينايانو د فاشیزم ضد نړيوالې جګړې د بريا لپاره ستر خدمتونه وکړل. نوموړي زیاته کړه، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې بې سارې سويې ته رسېدلې او هېواد يې غواړي چې له چين سره اړيکې لا لوړې سويې ته ورسوي.




































