د چين دولت رئیس شي جین پينګ د اګست د ۳۱ مې نېټې په سهار د دغه هېواد په تيانجين ښار کې د بلاروس له ولسمشر الکساندر لوکاشنکو سره وکتل.
لوکاشینکي د جاپان د تيري پرضد د چینایانو د مقاومت جګړې او د فاشیزم ضد نړیوالې جګړې د بریا د ۸۰ یمې کلیزې د نمانځنې په مراسمو کې د ګډون په موخه چین ته راغلی دی.
شي جين پینګ په دې کتنه کې وويل، په یوه زمانه کې چينايان او بلاروسيان یو د بل په څنګ کې اوږه په اوږه وجنګېدل او د نظامي ګرۍ او فاشیزم په ختمولو کې يې د پام وړ ونډه واخیسته او ژوره دوستي يې ایجاد کړه.
ده زیاته کړه چې اوس په نړۍ کې یو ځل بیا داسې تغییرات راغلي چې په تېره یوه پېړۍ کې ساری نه لري او انسانان يوځل بيا څلورلارې ته رسېدلي دي.
نوموړي وویل چې چين غواړي له بلاروس سره په ګډه د زمانې مسئوليتونه پر غاړه واخلي، رښتينی څواړخيزم عملي کړي او د نړيوالې سولې، پرمختګ، همکارۍ او ګډو ګټو لپاره ګډ کار وکړي.
لوکاشنکو هم په دې لیدنه کې وويل، چې چين په نړيوالو او سيمه يیزو چارو کې عادلانه دريځ ساتي، پر څواړخيزم او عدالت ټينګار لري، د شانګهای همکارۍ سازمان او نورو څواړخيزو ميکانيزمونو په مشرۍ يې ګډې همکارۍ پرمخ بيولې او د اروپا او اسيا وچو او نړۍ د سولې او ثبات لپاره يې مهم خدمتونه کړي دي. ده زیاته کړه چې بلاروس د چين د ټولو فصلونو همکار او د باور وړ دايمي ملګری دی او غواړي چې له چین سره د هېواد د حکومتوالۍ تجربې تبادله کړي، په بېلابېلو برخو کې عملي همکارۍ ژورې کړي او خپلمنځي اړيکو ته لازياته وده ورکړي.
شي جین پينګ په همدې ورځ د اذربايجن او مالدیف له ولسمشرانو او د هند او ارمنستان له صدارعظمانو سره هم وکتل.




































