په وروستيو کې ځينو خبري رسنيو خبر ورکړی چې د جاپان لوري پر اروپايي او اسيايي هېوادونو غږ کړی چې د سپتمبر په درېیمه نېټه په بېجينګ کې د جاپان د تېري ضد د چينايانو د مقاومت د جګړې او د فاشيزم ضد د نړيوالې جګړې د برياليتوب د اتيايمې کاليزې په يادغونده کې دې ګډون ونه کړي. که دغه خبر رښتيا وي، نو د جاپان دريځ او انګيزې د اندېښمن وړ دي.
د چين حکومت به د جاپان د تېري ضد د چينايانو د مقاومت د جګړې او د فاشيزم ضد د نړيوالې جګړې د برياليتوب د اتيايمې کاليزې يادغونډه تر سره کړي څو تاريخ په ياد وساتل شي، سرښندونکو ته درناوی وکړي، سولې ته ارزښت ورکړي او لا روښانه راتلونکې برابر کړي. هغه هېوادونه چې تاریخ ته په صادقانه ډول ګوري، له تاريخ څخه د تجربو زده کړه کوي او د سولې او پرمختګ لپاره رښتينې هڅې کوي او پردې یادغونډې شک نه لري.
تاريخ د هندارې او پياوړي ښوونکي مثال لري او مونږ عفوه او بښنه کولای شوو، خو هېڅکله تاريخ نشو هېرولای. روان کال د نان جينګ د عکس اخيستلو سټوډيو په نوم يو چينايي فلم په ډېرو هېوادونو کې د تاوده هرکلي وړ ګرځېدلی او ډېر ليدونکي له اوښکو سره له سينما څخه وتلي دي. دغه فلم نفرت نه راپاروي بلکې خلکو ته وروپېژني چې تاريخ دې په ياد وساتي. دغه فلم بشریت ته خبرداری ورکوي چې که بشریت د تمدني سرې کرښې ماتې کړي، نو په توره کنده کې به ولوېږي.
د تاريخ پر وړاندې چينايان زغم لرونکې رويه غوره کوي، خو نړيوال بايد پر دې ښه پوه شي چې زغم لرونکې رويه د تاريخ له پامه غورځولو معنی نه لري او له سولې سره مينه لرل هم د تاريخي درسونو د هېرولو معنی نه لري.
په سمه توګه تاريخ ته کتل تر جګړې وروسته بېرته نړيوالې ټولنې ته د جايان د راستنېدو مهم مخکنی شرط دی او د جاپان او شاوخوا هېوادونو ترمنځ د اړيکو د پرمختګ سياسي بنسټ دی او د جاپان له خوا د سولې او پرمختګ په برخه کې د خپلو کړو ژمنو د پوره کولو يو معيار هم دی. جاپان دې په صادقانه او واقعي توګه پر چين د تېري تاريخ ته وګوري، له نظامي ګرۍ څخه دې لاس واخلي او د سولې او پرمختګ پر لار دې ټينګار ولري، د چین په شمول دې د جګړې د ټولو قرباني هېوادونو د خلکو احساساتو ته حقیقي درناوی وکړي تر څو د اسيا د ګاونډيو هېوادونو او د نړيوالې ټولنې باور تر لاسه کړي.
چينايان او جاپانيان دواړه د نظامي ګرۍ قربانيان دي، نو بايد تر جګړې وروسته د نړيوال نظام او د اوسنۍ سولې د ساتلو لپاره ګډې هڅې وکړي. له روان کال راهيسې ډېرو جاپاني ولسي سازمانونو او شخصيتونو د سولې په نوم يادغونډې تر سره کړې او ويلي يې دي چې د جاپان د تېري جګړې د چين خلکو ته ډېر زیانونه رسولي وو، نو بايد تاريخ ته په سمه توګه وګوري او مسؤليت لرو چې تاريخي حقایق او د جګړې ضد مفکوره په پر له پسې توګه راتلونکو نسلونو ته ورسوو. د جايان ځينې ښي اړخه غواړي چې د چین په نان جينګ ښار کې د لويې وژنې حقيقت بدل کړي، خو د دې هېواد هوښيار شخصيتونه د دوی ياده کړنه ردوي او له خلکو څخه يې غوښتنه کړې چې تاريخ دې په ياد وساتي او سولې ته دې ارزښت ورکړي.
هره هغه کړه چې تاريخ ردوي او تر جګړې وروسته د نړيوال نظم پر وړاندې چلنجونه جوړوي، د انسانيت ضد کړنه ده. مونږ تل پر دې ټینګار کوو چې تاريخي تجربې او درسونه په ياد وساتو او دښمنۍ ته دوام ور نه کړو او سولې ته د خلکو ليوالتيا راوپاروو. د دې ترڅنګ مونږ بايد د ملګرو ملتونو په محور د نړيوال سيستم او د دوهمې نړيوالې جګړې لاسته راوړنې وساتو او د ملګرو ملتونو د منشور له مخې د ملي حاکميت د مساواتو، د شخرو او کشالو د سوله ييز حل او د خاورو بشپړتيا ته د درناوي کولو په شمول ډېر اصول مراعات کړو. چين به خامخا د خپل هېواد د وحدت او د خاورو د بشپړتيا ټينګه ساتنه وکړي چې همدا د تاريخ او سرښندونکو پر وړاندې زمونږ جدي ژمنه هم ده.



































