د جیبوټي صدراعظم عبدالحميد محمد کامل د اګست په ۳۱مه نېټه د دې هیواد د ولسمشر په استازیتوب په جیبوني ښار کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې دغه هېواد ته د چين د ۲۳مې طبي مرستندویه ډلې ټولو ۱۲ غړو ته د ”د خپلواکۍ ملي مډالونه“ ورکړل.
کامل د مډالونو ورکولو مراسمو کې د چين د طبي ډلې خدمتونه په لوړه کچه وستايل. هغه وويل: د چين طبي ډلې لوړې طبي وړتياوې لري او نه ستړي کېدونکي خدمتونه کوي. دی وايي چې د چین طبي ډلې د جيبوټي د خلکو په روغتيا پالنه کې مهمه ونډه اخيستې ده.
د خبر له مخې، په جیبوټي کې د چين د ۲۳مې مرستندویه طبي ډلې ۱۴ مياشتنی ماموريت په برياليتوب سره بشپړ کړ او بېرته چين ته روانه شوه. په ورته وخت کې د چين ۲۴مه مرستندویه طبي ډله جيبوټي ته رسېدلې ده او په دغه هېواد کې به طبي ماموريت ته دوام ورکړي.



































