د پاکستان صدراعظم محمد شهباز شريف چې د شانګهای همکارۍ سازمان د ۲۰۲۵ کال سرمشريزې کې د ګډون په پار چين ته راغلی، د اګست په ۳۱مه نېټه د چين په تيانجن ښار کې له سي ايم جي سره ځانګړې مرکه وکړه. هغه د دغې مرکې په ترڅ کې تمه ښودلې چې د تيانجن سرمشريزه ”شانګهای روحيه“ خپره کړي او د اروپايي او اسيايي هېوادونو اتصال پرمخ بوزي.
صدراعظم محمد شهباز شريف سي ايم جي ته د تيانجن سرمشريزې په اړه خپله هیله وښوده: لومړۍ، د منځنۍ اسيا او جنوبي اسيا په شمول د سيمه ييزو همکاريو په زياتېدو سره د اروپايي او اسيايي وچو په منځ کې متقابل اتصال پياوړی شي؛ دوهمه، د تيانجن سرمشريزې په ترڅ کې ”شانګهای روحيه“ بيا خپره شي.
هغه باور لري چې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په مشرۍ د تيانجن سرمشريزه خامخا زياتې لاسته راوړنې ولري.
د ده په خپره، پاکستان به د شانګهای همکارۍ سازمان د يو غړي هېواد او د چين وفادار دوست په توګه تر خپلې وسې پورې د يادې سرمشريزې برياليتوب ته خدمتونه وکړي.




































