د چين دولت رئیس شي جين پینګ او مېرمن يې، پنګ لي يوان د اګست د ۳۱ مې نېټې په شپه د دغه هېواد په تيانجين ښار کې هغو بهرنيو مېلمنو ته د هرکلي مېلمستيا وکړه، چې د ۲۰۲۵م کال د شانګهای همکارۍ سازمان په سرمشريزه کې د ګډون لپاره چين ته راغلي دي.
دغه مېلمستيا ته د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو ، ناظرانو او د ډيالوګ ملګرو هېوادونو او د رئيسه هېواد د مېلمنو په ګډون شاوخوا ۲۰ بهرني مشران او د هغوی مېرمنې او همدارنګه د ملګرو ملتونو د سرمنشي په ګډون د نړيوالو سازمانونو ۱۰ مسئولين وربلل شوي دي.
شي جین پینګ په مېلمستيا کې وينا وکړه او و يې ويل، چې اوسمهال په نړۍ کې داسې چټک تغيرات رامنځته کیږي چې په تېره يوه پېړۍ کې ساری نه لري.
ده دغه راز زیاته کړه چې د نړۍ پر وړاندې د بې ثباتۍ، نامعلومتيا او نه اټکل کېدونکي عوامل مخ په زياتېدو دي، نو ځکه د سيمه يیزې سولې او ثبات په ساتلو او د بېلابېلو هېوادونو د ودې او سمسورتيا په هڅولو کې د شانګهای همکارۍ سازمان مسئوليتونه لا درانه شوي دي.
شي جين پینګ وويل: دغه سرمشریزه مهمه دنده لري، چې د بېلابېلو خواوو اجماع راټوله کړي، د همکارۍ خوځنده ځواک وهڅوي او د پرمختګ نقشه جوړه کړي.
نوموړي باور وښود چې د بېلابېلو خواوو د ګډو هڅو په نتيجه کې به دغه سرمشريزه بريالۍ شي او د شانګهای همکارۍ سازمان به لازيات کارونه او پرمختګونه وکړي، د غړو هېوادونو ترمنځ به د يووالي او همکاريو د هڅولو، د سراسري جنوب د تقويه کولو او د انسانانو د تمدن او پرمختګ لپاره لازیات خدمتونه وکړي.




































