د چين دولت رئیس شي جين پينګ د اګست د ۳۱ مې نېټې په ماسپښین د دغه هېواد په تيانجين ښار کې د ترکيې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره وکتل.
رجب طیب اردوغان د ۲۰۲۵م کال د شانګهای همکارۍ سازمان د سرمشريزې لپاره چين ته راغلی دی.
شي جين پينګ پدې کتنه کې وويل، چې د چين او ترکیې ترمنځ د اړیکو د لوړې سويې پرمختګ د دواړو هېوادونو له بنسټیزو ګټو او د سراسري جنوب له ګډو ګټو سره مطابقت لري. نوموړي وويل، دواړه هېوادونه دې د سولې، پرمختګ، همکارۍ او ګډو ګټو پر تمايل ټينګار ولري، د هېواد د سمسورولو او ابادولو په لاره کې دې یو له بل سره همکارۍ وکړي، خپلمنځي ستراتېژیکې همکاریزې اړیکې دې نوې لوړې سويې ته ورسوي او د نړۍ د لاعادلانه او معقول ادراي سیسټم د جوړولو لپاره دې ګډ کار وکړي.
اردوغان وويل، چې ترکيه د يو چين پېژندنې پر اصل ټينګار لري.
نوموړي وويل: د شانګهای همکارۍ سازمان له جوړېدو راهیسې تر ټولو لويه پېمانه لرونکې سرمشريزه به پيل شي، ترکيه غواړي له چين سره د دې سازمان په چوکاټ کې خپلمنځي همکارۍ پیاوړې کړي او د سيمې او نړۍ د پرمختګ او سمسورتیا لپاره ګډ کار وکړي. نوموړي زياته کړه، چې ترکيه د منځني ختيځ په مسئله کې د چين عادلانه دريځ ستايي او غواړي چې له چين سره په ګډه په نړۍ کې عدالت او انصاف تامین کړي.




































