د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوټريش چې د شانهګای همکارۍ سازمان د ۲۰۲۵م کال په سرمشريزې کې د ګډون لپاره چين ته راغلی، د اګست په ۳۱مه نېټه يې په تيانجن ښار کې د سي ايم جي سره مرکه وکړه.
ده د مرکې په ترڅ کې ويلي چې رئيس شي جین پينګ د روښانه ستراتيژيکي دیدګاه لرونکی رهبر دی.
نوموړي زیاته کړه چې شي جین پينګ اوږدمهاله موخې ټاکلې او له ټاکلي وخت نه مخکې يې دغه موخې تر سره کړې دي.
هغه زیاته کړې چې د بې ثباتۍ له عواملو څخه په ډکه نړۍ کې د بېلا بېلو هېوادونو د تګلارو دوام هم له ستونزو سره مخ دی، نو د ستراتيژيکې دیدګاه لرونکي رهبر لرل د يوه هېواد لپاره ډېر مهم ګڼل کيږي.




































