د شهانګای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د دولتي مشرانو شورا ۲۵مه غونډه د سپتمبر په لومړۍ نېټه په تيانجين ښار کې تر سره شوې. د چين دولت رئيس شي جين پينګ د دغې غونډې مشري کړې او يوه مهمه وينا يې کړې ده.
شي جين پينګ غونډې ته په وينا کې پر عملي کېدونکو اقداماتو او لوړ مؤثريت ټينګار کړی او ويلي يې دي، چې د شانګهای همکارۍ سازمان اصلاحات دې دوامدار او پياوړي شي، لا زياتې سرچينې دې وکارول شي او توان دې لوړ شي، تر څو د دې سازمان ميکانيزم لا بشپړ، پرېکړې يې لا علمي او مؤثريت يې لا لوړ شي.
شي جين پينګ دغه راز ويلي، چې د امنيت د خطرونو او ننګونو ضد مرکز او د نشه يي توکو د مخنيوي مرکز دې ژر فعال شي او د شانګهای همکارۍ سازمان انکشافي بانک دې ژر جوړ شي، څو د امنيت او اقتصاد په برخو کې د غړو هېوادونو لپاره لا اغېزمن ملاتړ برابر شي.




































