د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د دولتي مشرانو شورا ۲۵مه غونډه د سپتمبر د لومړۍ نېټې په سهار د چين په تيانجن ښار کې تر سره شوه. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د دغې غونډې مشري وکړه او يوه مهمه وينا يې وکړه.
د دولت رئيس شي جين پينګ د خپلې وينا په ترڅ کې ويلي، اوس د شانګهای همکارۍ سازمان د نړۍ په تر ټولو لوی سيمه ييز سازمان بدل شوی چې ۲۶ غړي هېوادونه په څه باندې ۵۰ ساحو کې يو له بل سره همکارۍ کوي او د اقتصاد عمومي حجم يې نږدې ۳۰ ټريليونو ډالرو ته رسېږي. د دغه سيمه ييز سازمان نړيوال اغېز ورځ تر بلې زياتېږي.




































