د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د دولتي مشرانو شورا ۲۵مه غونډه د سپتمبر د لومړۍ نېټې په سهار د چين په تيانجن ښار کې تر سره شوه. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د دغې غونډې مشري وکړه او يوه مهمه وينا يې وکړه.
شي جين پينګ د خپلې وينا په ترڅ کې ويلي، چين تل د شانګهای همکارۍ سازمان دلا نور ښه پرمختګ لپاره واقعي همکارۍ ته ارزښت ورکوي.
د ده په خبره، چين پلان لري چې په اړو غړو هېوادونو کې د خلکو ژوند د ښه والي په پار ۱۰۰ ”کوچني خو ښکلي“ پروژې جوړې کړي؛ د روان کال له پای مخکې مختلفو هېوادونو ته ۲ مليارډ نور يوانه بې شرطه مرستې برابرې کړي، په راتلونکو دريو کلونو کې د بانکونو اتحاديې غړو ته نور ۱۰ ميليارډه يوانه پورونه ورکړي؛ له راتلونکي کال نه د شانګهای همکارۍ سازمان ځانګړی سګالرشپ منونکو شمېر د اوس په پرتله يو چند زيات کړي، د دوکټورا درجې غوښتونکو د روزنې نوی پلان پلی کړي؛ دغه راز په راتلونکو ۵ کلونو کې په بېلا بېلو غړو هېوادونو کې لس ”لوبن ورکشاپونه“ جوړ کړي او لس زرو تنو ته به د روزنې فرصتونه برابر کړي.




































