د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو شورا ۲۵ مه غونډه د سپتمبر د لومړۍ نېټې په سهار د چين په تيانجين ښار کې پیل شوه.
د چين دولت رئیس شي جين پينګ د دې سرمشریزې مشري وکړه او په وينا کې يې وويل، له عدالت او انصاف څخه دې ملاتړ وشي.
نوموړي وويل، چې د دويمې نړيوالې جګړې د تاريخ په اړه دې سمې نظريې خپرې شي او د سړې جګړې له مفکورې، د پارټ بازۍ او تسلط ګرۍ سره دې مخالفت وشي، د ملګرو ملتونو په مرکزيت نړيوال سیسټم او د سوداګرۍ نړيوال سازمان په مرکزيت دې له څواړخيز سوداګریز سیسټم څخه ملاتړ شي.
هغه همدارنګه وويل، چې د نړۍ د څو قطبي کېدو بهیر دې په مساوي او منظمه توګه او د اقتصاد د نړيوال کيدو بهیر دې د پراخو ګټو او ټولشمولیت پر اساس پرمخ يووړل شي، ترڅو د نړۍ د لاعادلانه او معقول ادراي سیسټم جوړ شي.




































