د چين دولت رئیس شي جین پينګ د سپتمبر د لومړۍ نېټې په ماسپښین ”د شانکهای همکارۍ سازمان+ “ کنفرانس مشري او مهمه وينا وکړه.
نوموړي د خپلې وينا په سر کې وويل: نن سهار وختي افغانستان یوې شدیدې زلزلې ولړزاوه او درانه مالي او ځاني زیانونه يې اړولي دي.
ده زیاته کړه: افغانستان د شانګهای همکارۍ سازمان ناظر غړی دی او زه له تاسو ټولو سره په ګډه د دې زلزلې د تلفاتو له امله د ژورې خواشينۍ مراتب وړاندې کوم.
هغه وویل چې د زلزلې د قربانيانو له کورنیو او د زلزله ځپلې سیمې خلکو سره همدردي اعلانوم.
هغه هیله څرګنده کړه چې د افغانستان حکومت او خلک به پر ستونزو غلبه وکړي او خپل وران شوي کورونه به بېرته اباد کړي.



































