د چين دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په لومړۍ نېټه په تيان جين کې ”د شانګهای همکارۍ سازمان + “غونډې مشري وکړه او د نړيوال مديريت لپاره يې ابتکاري وړانديز وکړ، چې د نړیوال هرکلي سره مخ شوی دی.
شي جين پينګ وویل: زه د نړيوال مدیریت لپاره ابتکاري وړانديز کوم او چين به له بېلا بېلو هېوادونو سره يو ځای د نړيوال مديريت لا عادلانه او معقول سيستم جوړ کړي او په ګډه به د بشريت ګډ برخليک ټولنه اباده کړي.
دا وړاندیز ډېر عملي اهمیت لري او حاضرو مشرانو يې هرکلی وکړ
د روسیې ولسمشر ولاديمير پوتين ”د شانګهای همکارۍ سازمان + “غونډه کې د خپلې وينا په ترڅ کې د شي جين پينګ له دغه وړانديز څخه ملاتړ څرګند کړ او ويې ويل، په جدی توګه مو د نړيوال مديريت لپاره ابتکاري وړانديز واوريد او دغه وړانديز نوی، اغيزمن او واقعي اهميت لري.
د بلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشينکو وويل، بلاروس له دغه وړانديز څخه ملاتړ کوي او غواړي چې په کې شامل شي، دغه وړانديز په پوره توګه د برابرۍ او عدالت پر بنسټ دی او دا په اوسنيو نړيوالو اړيکو کې ډېر ضروري دی.
د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توکايف وويل، د شانګهای همکارۍ سازمان دې د جيوپوليټيکي شخړو او د ټېکنالوژيکۍ سيالۍ د سختوالي په حال کې د سياسي اړیکو، د نړيوالې ټولنې د متقابل اعتماد، فرهنګي همکارۍ او مختلفو تمدنونو تر منځ د ډيالوګ د هڅونې ډګر وګرځي.
دی وايي: موږ د شي جين پينګ لخوا د نړيوال پرمختګ، امنيت او تمدن په هکله وړانديزونه او د نړيوال مديريت لپاره ابتکاري وړانديز مثبته ارزيابي کوو.
د ايران ولسمشر مسعود پزشکيان وويل: ايران د نړۍ د مدیریت سیستم کې د اصلاحاتو راوستلو په هکله د رئيس شي جين پينګ له رغنده نظريو څخه ملاتړ کوي او دغه وړانديز د لا عادلانه نړۍ د پرمختګ لپاره يو اغيزمن ګام ګڼي.
د اذربايجان ولسمشر الهام علي يف د دغه وړانديز هرکلی څرګند کړ او ويې ويل، دا د بېلا بېلو هېوادونو د ملي حاکميت برابرۍ ، د ملګرو ملتونو د منشور او نړيوال قانون د درناوي پر بنسټ د نړيوالو اړيکو د ښه والي هڅونې لپاره مهم او پروخت تدبير دی.
دغه وړانديز له عصري تمايل سره سمون لري
د چين دولت رئيس شي جين پينګ د نړيوال مدیريت لپاره ابتکاري وړانديز کړی، چې له مخې يې د ملي حاکميت د مساواتو، د نړیوالو قوانینو د مراعات ، د څو اړخيزم عملي کولو، د خلک محوره نظريې پراخولو او عملي کولو ته د پاملرنې په پنځو برخو پوري اړه لري.
د بريتتانيې د ۴۸ګروپونو کلب رئيس جيک پيري وويل، روان کال د فاشيزم پر ضد د نړيوالې جګړې د برياليتوب او د ملګرو ملتونو د جوړېدو له ۸۰ مې کليزې سره برابر دی، د همغږۍ او همکارۍ پر بنسټ څو اړخيزم د ټولې نړۍ ګډه هيله ده. اوسمهال نړيوال حالات ګډوډ او ناثابت دي، يو اړخيزم او د سوداګرۍ ساتنې غوښتنې د ملګرو ملتونو په شمول د څو اړخیزم میکانیزمونو ته جدي ګواښونه دي. دی وايي چې په دې حال کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نړۍ د مديريت لپاره ابتکاري وړانديز کړی، چې نړيوال مديريت ته يې د چين ځيرکتيا او لايحه برابره کړې.
د قيرغيزستان سياسي کارپوه کوبانيکبيک تابرکيف ویلي، چې دغه وړانديز خلک محوره نظريه ترويجوي او دغه نظريه ډېره مهمه ده. ده ویلي چې چين غواړي له پرمختيايي هېوادونو سره مرسته وکړي، د نړۍ په جنوب او شمال کې د پرمختګونو فاصله لنډه کړي. په ګډه او با کیفیته توګه د کمربند او لارې د ابادۍ وړانديز په چوکاټ کې په منځنۍ اسيا کې د ليدو وړ لاسته راوړنې تر لاسه شوې دي.
د عدالت ساتنه او د بشر د ګډ برخليک ټولنې جوړول
د ننني قزاقستان خبري اژانس رئيس تيمور کواتوف وويل، رئيس شي جين پينګ وړانديز کړی، چې د شانګهای همکارۍ سازمان بايد لارښوونکی رول ولوبوي او لومړی دې د نړيوال مديريت لپاره ابتکاري وړانديز عملي کړي. تيمور کواتوف له دې نظريې سره ټينګه موافقه څرګنده کړه او ويې ويل، د ۲۱مې پيړۍ له پيل راهيسې، جيوپوليټيکي شخړې سختې شوې او زياتې تودې مسئلې رامنځته شوې، نړيوال مديريت له ننګونو سره مخ دی. هغه وايي چې د شانګهای همکارۍ سازمان دې يووالی وساتي او د نړيوال مديريت سيستم د اصلاحاتو او بشپړتيا د هڅونې مهم ځواک دې وګرځي. دی وايي چې دا د نړيوال مديريت په چارو کې د شانګهای روحيې يوه مهمه څرګندونه ده.
د روسیې د اسيا او ارام سمندر سيمې د څيړنې مرکز منشي سيرګي صناکويف وويل، د نړيوال مديريت لپاره ابتکاري وړانديز د بشريت د ګډ برخليک ټولنې جوړولو نظريه ټينګوي. دی وايي چې دغه وړانديز د مساواتو، عدالت او د ګډو ګټو پر بنسټ د همکاريو لارښوونه کوي، چې د څو اړخيزم او د څو قطبي نړۍ د جوړولو لپاره د ګڼ شمېر هېوادونو له هيلې سره سمون لري.




































