د جاپان د تېري ضد د چينايانو مقاومت جګړې او د فاشيزم ضد نړيوالې جګړې د برياليتوب د اتيايمې کاليزې د يادغونډې دوهمه خبري ناسته د سپتمبر په لومړۍ نېټه په بېجينک کې تر سره شوه. په بهرنيو هېوادونو کې پنځو چينايي اوسېدونکو د نړۍ په بېلا بېلو ځايونو کې د دې جګړې د يادونې لپاره د دوی د فعالیتونو او په دغو جګړو کې د دوی د خدمتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او د خبريالانو پوښتنو ته يې ځوابونه ور کړل.
يانګ بو ياو چې اوس د ماليزيا په پلازمېنه کوالالمپور کې اوسېږي، د جاپان د تېري پروړاندې د ځينو چينايانو د مقاومت کيسې وکړې او هلته يې د دې جګړې د يادونې لپاره د پارک او موزيم د جوړولو په تړاو معلومات له خبريالانو سره شريکې کړې.
هغه زیاته کړه: مونږ دې دغه کيسې ووايو تر څو خلک په ياد وساتي او د دې ترڅنګ زمونږ ځوان نسلونه دې بېرته چين ته ستانه شي او پرمختګ به يې احساس کړي، چینایان چې هر چېرې وي، بايد هېر نه کړي چې خپله رېښه يې په چين کې ده.
د هاسپانيا په بېلا بېلو ځایونو کې هم د دې جګړې د يادونې په پار بېلا بېل فعاليتونه تر سره شول. په دې هېواد کې د چين د سوله ييز وحدت د پرمخبېولو ټولنې مشر شيو سونګ هوا ويلي: کله چې هېواد غښتلی شوی، نو زمونږ ځاني باور هم لا ټينګ شوی دی، سرښندونکو ته درناوی کول او سولې ته ارزښت ورکول زمونږ ګډه هيله ، مونږ دې د چين د لا روښانه راتلونکې د برابرولو لپاره ګډې هڅې وکړو.




































