د چين دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په ۲مه نېټه په بېجينګ کې د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين او د مغولستان له ولسمشر اوخنا خوريلسوخ سره د چين ـ روسيې ـ مغولستان سرمشريزه تر سره کړې.
شي جين پينګ د درېو هېوادونو د همکارۍ د پياوړتيا په پار درې وړانديزونه ورکړي، چې متقابل سياسي اعتماد لا ټينګ کړي، متقابله ګټه لرونکې او د شانګهای همکارۍ سازمان په چوکاټ کې همکارۍ لا زياتې کړي.
پوتين ويلي، هېواد يې غواړي له چين او مغولستان سره مساوي او متقابله ګټه لرونکې همکارۍ تر سره کړي، څو درې اړخيزې او دوه اړخيزې همکارۍ يو بل تکمیل او وده ورکړي.
خوريلسوخ ویلي، چې هېواد يې د دوه اړخيزو او درې اړخيزو همکاریو د پياوړتیا او پراخوالي لپاره هڅه کوي، څو د چين، مغولستان او روسيې د اقتصادي دهليز جوړول توسعه پيدا کړي، کلتوري تبادلې زياتې کړي، د درېيو هېوادونو خلکو ته ګټه ورسوي او سيمه ييز پرمختګ او سمسورتیا پياوړې کړي.




































