د چين دولت رئيس شي جين پینګ د سپتمبر په ۲مه نېټه په بېجينګ کې د پاکستان له صدراعظم شهباز شريف سره ولیدل.
شهباز شريف د ۲۰۲۵ کال د شانګهای همکارۍ سازمان په سرمشريزه او د جاپان د تيري پرضد د چینایانو د مقاومت جګړې او د فاشیزم ضد نړیوالې جګړې د بریا د ۸۰ یمې کلیزې د نمانځنې په مراسمو کې د ګډون په موخه چین ته راغلی دی.
شي جين پينګ په دې لیدنه کې ویلي، چې چين له پاکستان څخه ملاتړ کوي، چې خپل يووالی وساتي، پرمختګ ته لومړيتوب ورکړي او خپل توان لوړ کړي. د هغه په وينا، چين غواړي له پاکستان سره د چين او پاکستان د اقتصادي دهليز نوې بڼه او د ازاد تجارت تړون د لوړې کچې بڼه، د صنعت، زراعت او معادنو په برخو کې خپلمنځي همکارۍ لا ټينګې کړي او له دې لارې د پاکستان د پرمختګ توان لوړ کړي. هغه زیاته کړې، چې هېواد يې له ترهګرۍ سره د پاکستان له مبارزې څخه ملاتړ کوي.
نوموړي ويلي، چې دواړه خواوې بايد تبادلې زياتې کړي، د پرمختګ، امنيت، تمدن او نړۍ د مدیریت وړانديزونه پلي کړي، چلنجونه دې په ګډه حل کړي او نړیوال عدالت او انصاف دې وساتي.
شهباز شریف هم په دې لیدنه کې ويلي، هيڅ ځواک نه شي کولی چې د پاکستان او چين ترمنځ دوستۍ ته تاوان ورسوي. هغه وايي چې پاکستان د يو چين پېژندنې پر اصل ټينګار لري او هیله لري چې د دواړو هېوادونو اړيکې ښه پرمختګ ومومي. د هغه په خبره، هېواد به يې تر خپلې وسې پورې په پاکستان کې د چينايانو، چیني پروژو او سازمانونو امنيت وساتي. هغه زياته کړې، د شي جين پينګ لخوا د نړۍ د مدیریت لپاره ابتکاري وړاندیز د نړيوالې سولې، پرمختګ او ثبات لپاره ډېر مهم اهميت لري او پاکستان به په پوره توګه ورڅخه ملاتړ وکړي او پلی به يې کړي.




































