د چین د دولت رئیس شي جين پينګ د سپتمبر د ۲مې نېټې په سهار په بېجینګ کې د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره چې د ۲۰۲۵ کال د شانګهای همکارۍ سازمان په سرمشريزه او د جاپان د تيري پر ضد د چينايانو د مقاومت جګړې او د فاشيزم ضد نړيوالې جګړې د برياليتوب د ۸۰مې کليزې د يادونې په فعاليتونو کې د ګډون لپاره چین ته راغلی، خبرې اترې وکړې.
شي جين پينګ په خپلو خبرو کې وویل، د چين او روسيې مشران د يو بل په هېوادونو کې د فاشيزم ضد نړيوالې جګړې د برياليتوب د يادونې په مراسمو کې ګډون کوي چې د دوهمې نړيوالې جګړې د اصلي فاتحو هېوادونو په توګه او د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د دايمي غړو په توګه د سترو هېوادونو مسوولیتونه په بشپړه توګه ښيي او د دوهمې نړيوالې جګړې د برياليتوب د پايلو د ساتنې او د دې جګړې د سم تاريخي نظر د ساتلو لپاره د دواړو هېوادونو د ټینګ هوډ څرګندويي کوي. ده زیاته کړه: د نړۍ د مدیریت لپاره زما د ابتکاري وړاندیز موخه دا ده چې د ټولو ورته فکر لرونکو هېوادونو سره د ملګرو ملتونو د منشور پر موخو او اصولو ټینګار کوي او د نړيوال مدیریت لا عادلانه سيستم جوړولو ته وده ورکړي.
پوتین په خپلو خبرو کې وویل: زما او د رئیس شي جین پینګ په لارښوونې، د روسیې او چین اړیکو د ستراتیژیک اهمیت لوړه کچه ښودلې او په تاریخ کې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې دي. دی وايي چې د رئیس شي جین پینګ له خوا د نړۍ د مدیریت ابتکاري وړاندیز پر وخت او اړین دی او د نړۍ په مدیریت کې د نیمګرتیا پوره کېدو کې به مهم رول ولوبوي. هغه وايي چې روسیه غواړي له چین سره سټراټیژیکه همغږي وساتي، د لوړې کچې تبادلې ګړندۍ کړي او په بېلا بېلو برخو کې عملي همکارۍ زیاتې کړي ترڅو د لوړې کچې دوه اړخیزو اړیکو دوامدار پرمختګ ته وده ورکړي.




































