د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر د ۲مې نېټې په شپه په بېجينګ کې د تاجکستان له ولسمشر امام علی رحمان سره وکتل.
هغه د ۲۰۲۵م کال د شانهګای همکارۍ سازمان په سرمشریزه او د جاپان د تېري ضد د چينايانو د مقاومت جګړې او د فاشيزم ضد نړيوالې جګړې د برياليتوب د اتيايمې کاليزې د يادونې په فعاليتونو کې د ګډون په پار چين ته راغلی دی.
د چين د دولت رئيس شي جين پيڼګ د کتنې په ترڅ کې ويلي، دواړه خواوې بايد ترهګرۍ ضد خپلمنځي همکارۍ زياتې کړي او له ترهګرۍ، تجزيه غوښتنې او تندلارۍ سره دې ګډه مبارزه وکړي او خپلمنځي ګډې ستراتيژيکې ګټې دې ښه خوندي وساتي. چين او تاجکستان دې په څواړخيزو چارو کې يو له بل سره اغېزمنې همغږۍ وکړي، د نړيوال مديريت وړانديز دې په ګډه پلی کړي او د نړيوال مديريت لا عادلانه او معقول سيستم جوړولو ته دې خدمتونه وکړي.
د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان هم د خپلې وينا په ترڅ کې وويل، تاجکستان له چين سره خپلو اړيکو ته خورا زيات ارزښت ورکوي او د خپلمنځي همکاريو پياوړتيا د دواړو هېوادونو له ګټو سره سمون لري. تاجکستان د يو چين د پېژندنې پر اصل ټينګار لري او د چين وفادار او دايمي همکار پاتې دی.
د ده په خبره، تاجکستان نيت لري چې د تجارت، زرغون اقتصاد، ډيجټلي چارو، د زيربناوو جوړولو په شمول زياتو ساحو کې له چين سره لا زياتې همکارۍ وکړي او د پانګونې لپاره تاجکستان ته د چيني تصديو د ورتګ هرکلی کوي.




































