د جاپان د تېري ضد د چينايانو د مقاومت د جګړې او د فاشيزم ضد د نړيوالې جګړې د بريالیتوب د اتيايمې کاليزې يادغونډه د سپتمبر د درېيمې نېټې په سهار په بېجينګ کې په تيان ان من ميدان کې په درنو مراسمو سره پيل شوه.
د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت او مرکزي پوځي کمېټې رئيس شي جين پينګ پکې يوه مهمه وينا وکړه.




































