د جاپان د تيري پر ضد د چينايانو د مقاومت جګړې او د فاشيزم ضد نړيوالې جګړې د برياليتوب د ۸۰ مې کلیزې په مناسبت یادغونډه د سپتمبر د ۳مې نېټې سهار په ۹ بجو د چین د بېجینګ په تیان ان من میدان کې پيل شوه . د دې یادغونډې په ترڅ کې لوی پوځي رسم ګذشت هم شامل و. د چین د کمونیست ګوند د مرکزي کمیټې عمومي منشي، د دولت رئیس او د مرکزي پوځي کمیسیون رئیس شي جین پینګ یوه مهمه وینا وکړه او نظامي قطعات يې معاینه کړل.
د یادغونډې اصلي موضوع ” تاريخ دې هير نه کړو، سرښندونکو ته درناوی وکړو، سوله په مينه وساتو او لا روښانه راتلونکی برابر کړو” ده.
د چین د دولت رئیس شي جین پینګ په بلنه، د ځینو بهرنیو هېوادونو ۲۶ دولتي او حکومتي مشرانو په یادغونډه کې ګډون وکړ. په دغه غونډه کې د چین د حکومت په بلنه د ځینو هېوادونو پارلماني مشرانو، مرستیال صدراعظمانو، لوړ پوړو استازو، د نړیوالو سازمانونو مشرانو او پخوانیو سیاسي مشرانو هم ګډون وکړ. سربیره پردې، په چین کې د بهرنيو هېوادونو د سفیرانو، د نړیوالو سازمانونو استازو او همدارنګه د روسیې، امریکا او بریټانیا په ګډون د ۱۴ هېوادونو ۵۰ ملګرو او د دوی د کورنیو ژوندي پاتې شويو غړو هم په یادغونډه کې ګډون وکړ.




































