د چین په بېجینګ ښار کې د سپتمبر پر درېیمه د جاپان پر ضد د چینایانو د مقاومت جګړې او د فاشیزم ضد نړۍوالې جګړې د بریا د ۸۰مې کلیزې په مناسبت ستره غونډه ترسره شوه. د غونډې اصلي موضوع “تاريخ دې هېر نه کړو، سرښندونکو ته درناوی وکړو، سوله په مينه وساتو او لا روښانه راتلونکی برابر کړو” ده.په دې مراسمو کې پوځي رسمګذشت ترسره شو او د چین ولسمشر شي جین پینګ پکې مهمه وینا کړې ده. په یاده غونډه کې د ۲۶ هېوادونو مشران، د نړۍوالو سازمانونو استازي، د پارلمانونو لوړپوړي چارواکي، د روسیې، امریکا او بریتانیا په ګډون د ګڼو هېوادونو استازي او د جګړې ژوندي پاتې شوي کسانو ګډون کړی وو.




































