په دې وروستيو ورځو کې يو شمېر نړیوالو شخصيتونو له چين ميډيا ګروپ سره په مرکه کې ويلي، چې چين د فاشيزم ضد نړيوالې جګړې لپاره ډېر زيات خدمتونه او قربانۍ ور کړې دي. د دوی په خبره، دغه تاريخ بايد نورو نړیوالو ته ور وپېژل شي.
د جرمني پوځي تاريخ پوه کريستيان لوبکي ویلي، چې اروپايان د ۱۹۳۹ کال د سپتمبر لومړۍ نېټه د دوهمې نړيوالې جګړې پيل ګڼي، خو دا يوازې د حقيقت يوه برخه ده. ځکه چې هغه وخت چين د جاپان د تېري پر ضد د جګړې لپاره ډېر کلونه او هڅې کړې وې. دی وايي چې دا برخه په اروپايي تاريخ کې لږ ليکل شوې او داسې حالت بايد اصلاح شي.
د بريتانيا تاريخ پوه رانا ميتر ويلي، چې چين په دوهمه نړیواله جګړه کې ډېر مهم رول لوبولی، خو د لوېديځو هېوادونو په تاريخ کې همیشه امريکا، بريتانيا او پخواني شوراوي اتحاد د کلیدي رول په توګه ياد شوي. دی وايي چې په حقيقت کې چين هم ډېر کليدی رول لوبولی دی.
د بريتانيا د سوداګرۍ پخواني وزير وينس کېبل ويلي، چې د جاپان تېري چین ته سخته مرګ ژوبله رسولې او دا يو ډېر دردونکی تاريخ دی. دی وايي چې جاپاني ځواکونه په چین کې په جګړې بوخت وو او اروپایان بايد دغه تاريخ له سره وپېژني.




































