د ۲۰۲۵ کال د چيني تولیداتو او خدماتو نندارتون د سپتمبر په ۳مه نېټه د بلاروس په پلازمېنه مينسک کې د چين ـ بلاروس په صنعتي زون کې پرانيستل شوی.
د معلوماتو له مخې، دغه نندارتون به درې ورځې دوام ولري او څه باندې سل چيني شرکتونه په دې نندارتون کې ګډون کوي. د دې نندارتون ساحه شاوخوا ۶ زره او ۵ سوه مربع متره دی او پکې د موټرو پرزو، طبي تجهيزاتو، فلزي او ساختماني موادو، ماشينرۍ او الکترونيکي تولیداتو، پولي خدماتو، زيرمې او لوجيستیک په شمول بېلابېل تولیدات نندارې ته وړاندې کېږي.
په بلاروس کې د چيني تولیداتو او خدماتو لومړی دا ډول نندارتون په ۲۰۱۹ کال کې تر سره شوی او سږ يې څلورمه دوره ده.




































