په افغانستان کې د چين د سفارت لنډمهالي شارژدافير باو شوي هوې د سپتمبر په ۲مه نېټه د افغانستان د طبيعي پېښو پروړاندې د چمتووالي له مشر سره وکتل او نوموړي ته يې زلزله ځپلو ته د چین سفارت، چیني ارګانونو او ټولنو له خوا برابرې شوې پيسې وسپارلې.
د افغانستان د طبيعي پېښو پروړاندې د چمتووالي مشر د چيني لوري له مرستې څخه مننه وکړه او ویلي يې دي، چين لومړی هغه هېواد دی چې په افغانستان کې د وروستې سختې زلزلې له پېښېدو وروسته يې افغانستان ته د مرستې لاس ورکړی او افغانستان به د چينايانو مرسته او ښه نيت هېڅکله هېر نه کړي. نوموړي زياته کړه، د چين دغه مرسته شوې پيسې او توکي به په زلزله ځپلې سیمه کې د ژغورنې او بيارغونې په چارو کې وکارول شي.




































