د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي او د دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر د ۴مې نېټې په سهار په بېجينګ کې د کيوبا کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې له لومړي منشي او د دغه هېواد د دولت له رئيس دياز کانيل سره وکتل.
شي جين پينګ د کتنې په ترڅ کې ويلي، چين او کيوبا بايد يو له بل سره ګډ برخليک شريک ، خپلمنځي متقابل سياسي باور دې ټينګ، د لوړ پوړيو چارواکيو ترمنځ تګ راتګ دې زيات کړي، د ګوند او دولت د مديريت په اړه دې د تجربو تبادله وکړي، يو د بل دې ټينګ ملاتړ وکړي، خپلمنځي ځانګړو احساساتو ته دې دوام ورکړي، يو له بل سره دې صميمانه مرستې وکړي او د پرمختګ همکارۍ دې پياوړې کړي. ده زیاته کړه چې چين نيت لري چې د خپل توان په اندازه کيوبا ته مرستې او ملاتړ برابر کړي.
د کيوبا کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې لومړي منشي او د دولت رئيس دياز کانيل ويلي، هېواد يې د يو چين د پېژندنې پر اصل ټينګار لري او له چين څخه منندوی دی چې د کيوبا له اقتصادي او ټولنيز پرمختګ څخه يې بې غرضه ملاتړ او مرستې کړې.
د ده په خبره، کيوبا تمه لري چې له چين سره هراړخيزې همکارۍ زياتې کړي، د کمربند او لارې د باکيفيته او ګډې ابادۍ لپاره ګډ کارونه وکړي او چيني تصديو ته لا ښه سوداګريز چاپېريال برابر کړي.
هغه د رئيس شي جين پينګ لخوا د نړيوال مديريت د ابتکاري وړانديز ستاينه کړې، ملاتړ يې ترې څرګند کړی او ويلي يې دي چې هېواد به يې دا وړانديز پلی کړي او نړيوال اداري سيستم لا عادلانه او معقول کېدو او د پرمختيايي هېوادونو د ګډو ګټو ساتلو ته به خدمتونه وکړي.




































