د چين دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په ۴مه نېټه په بېجينګ کې د ويتنام له دولت رئيس لوونګ چوونګ سره وکتل.
لوونګ چوونګ د سپتمبر په ۳مه نېټه د جاپان د تېري پر ضد د چيايانو د مقاومت جګړې او د فاشيزم ضد نړيوالې جګړې د اتيايمې کليزې په يادغونډه کې ګډون کړی و.
شي جين پينګ په دې کتنه کې وويل، هېواد يې د ويتنام د هغو هڅو ملاتړ کوي، چې د خپلو دولتي ځانګړتياوو له مخې د سوسياليزم په لار کې پرمختګ مومي او او په بريالۍ توګه د ويتنام د کمونېست ګوند څوارلسم ملي کانګرس جوړوي. شي جين پينګ زياته کړه، چې دواړه خواوې بايد د ګوند او دولت د مديريت په برخه کې د تجربو تبادلې پياوړې کړي، په ښه توګه دې د دواړو هېوادونو ترمنځ د رسمي اړيکو د ټينګېدو ۷۵مې کليزې او د دواړو خواوو د کلتوري تبادلې کال په نوم فعاليتونه تر سره کړي او د دواړو هېوادونو خلکو ته دې رښتينې ګټې ورسوي.
لوونګ چوونګ هم په دې کتنه کې د نوموړې يادغونډې او د شانګهای همکارۍ سازمان د تيان جين سرمشريزې د برياليتوب په مناسبت شي جين پينګ ته مبارکي وويله. ده دغه راز وويل، چې د چين نړيوال مقام او اغېز له دغو مهمو فعاليتونو څخه بیان شوی دی. لوونګ چوونګ په دې اړه باور څرګند کړ، چې چين به دوامدار پرمختګ خپل کړي، د چيني شکله عصري کېدو موخې به پوره کړي او د سيمې او نړۍ د سولې او پرمختګ په تامين کې به لا مهم رول ولوبوي.




































