د چین کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سیاسي بیورو غړي او د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د سپتمبر په ۴مه نېټه د افغانستان په کونړ ولایت کې د سختې زلزلې په پار د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي ته د خواخوږۍ پيغام ولیږه.
نوموړي په پيغام کې د یادې زلزلې له امله رامنځته شوي ځاني او مالي زیانونه زړه بوږنونکي بللي او په دې پېښه يې خپګان ښودلی او د قربانیانو له کورنیو او ټپیانو سره يې همدردي څرګنده کړه.
وانګ يي باور وښود چې افغان حکومت او ملت به په نږدې وخت کې له ستونزو بریالي را ووځي او خپل ړنګ شوي کورونه به بېرته اباد کړي.



































