د چین صدراعظم لي چیانګ د سپتمبر په ۴مه نېټه د افغانستان په کونړ ولایت کې د سختې زلزلې په پار د دې هېواد رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخند ته د خواخوږۍ پيغام ولیږه.
نوموړي په پيغام کې د یادې زلزلې له امله رامنځته شوي ځاني او مالي زیانونه زړه بوږنونکي بللي او د چین حکومت او خلکو په استازیتوب یې په دې پېښه خپګان ښودلی او د قربانیانو له کورنیو او ټپیانو سره ژوره همدردي څرګنده کړه.
لي چیانګ وویل، چین به له خپل توان سره سم له افغانستان سره مرستې وکړي تر څو افغانان په نږدې وخت کې خپل ړنګ شوي کورونه بیا اباد کړي.



































