د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي او د دولت رئیس شي جين پينګ د سپتمبر په ۴مه نېټه په بېجينګ کې د کوريا د ولسي ډيموکراتيک جمهوريت د کارګرو ګوند له عمومي منشي او د دولتي چارو کمېسيون مشر کيم جونګ اون سره خبرې اترې وکړې.
شي جين پينګ وویل، چین او ډیموکراتیکې کوریا اوږدمهاله دوستانه اړیکې لري، دواړه هېوادونه د کمونېست ګوند تر لارښوونې لاندې دي او ګډه موخه لري.
ښاغلي کیم جونګ اون وویل، د جاپاني یرغل ضد د چینایانو د جګړې او د فاشیزم ضد د نړیوالې جګړې د بري د ۸۰مې کلیزې د یادونې فعالیت ډېر شانداره و او د نړیوالو پاملرنې یې جلب کړې دي. هغه ویلي چې په دغه فعالیت کې د نړیوالې سولې د ساتلو په اړه د چین ټینګه اراده ښکاره شوې ده.
نوموړی زیاته کړه، ډیموکراتیکه کوریا غواړي د ملګرو ملتونو په شمول څواړخیزو ډګرونو کې له چین سره همغږۍ پياوړې کړي او د دواړو هېوادونو ګډې او بنسټیزې ګټې وساتي.




































