په افغانستان کې د چين شارژدافیر باو شو هوی د سپتمبر په ۵مه نېټه د افغانستان د سرې مياشتې ټولنې رییس شیخ شهاب الدین دلاور ته د دغه هېواد له زلزله ځپلو سیمو سره د مرستې په موخه دوه لکه امریکایي ډالره بیړنۍ بشري مرسته وسپارله.
باو شو هوی د زلزلې د قربانیانو له کورنیو او ټپيانو سره د چین د دولت رئيس شي جین پینګ، صدراعظم لي چیانګ او د بهرنیو چارو وزیر وانګ یی ژوره خواخوږي وړاندې کړه. هغه دا هم وویل چې د چین حکومت به افغانستان ته د ۵۰ ميلیونو یوانو په ارزښت بیړنۍ بشري توکي ورکړي.
په افغانستان کې د چین سفارت، ارګانونو، تصديو او چينايي ټولنو هم زلزله ځپلو سیمو ته پیسې او توکي لېږلي دي.
ښاغلي دلاور باوشوهوې ته د زلزلې له امله د اوښتو زیانونو او د افغانستان د سرې میاشتې ټولنې د بیړنیو مرستو په اړه معلومات ورکړل.
ده وویل چې د چین خواخوږي او مرسته د افغانستان له زلزله ځپلو خلکو لوی ملاتړ او مرسته ده، چې د چین دوستانه احساسات منعکسوي، افغان لوری يې د زړه له کومې قدرداني کوي.




































