د چين د نړيوالې انکشافي همکارۍ ادارې وياند لي مينګ د سپتمبر په ۴مه نېټه وويل، چې په افغانستان کې وروستۍ زلزلې سخت ځاني او مالي زيانونه رامنځته کړي. ده ویلي چې د چين حکومت د افغان لوري په غوښتنې پرېکړه کړې، چې د دغه هېواد لپاره د ۵۰ میلیون یوانو په ارزښت خېمې، فرشونه او خوراکي مواد برابر کړي.




































